د عامې روغتیا سرپرست د کندهار ولایت د کووېډ - ١٩ روغتون د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی وارزؤ

Panah_moph
Sat, Jul 10 2021 7:05 PM
د عامې روغتیا سرپرست د کندهار ولایت د کووېډ - ١٩ روغتون د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی وارزؤ

شنبه، چنګاښ ١٩ /١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، کندهار ولایت ته د خپل سفر پرمهال په دې ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی له نږدې وارزؤ.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ددغه روغتونو د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه خوښي څرګنده کړه او د روغتیايي کارکوونکو هڅې یې وستایلې.

هغه همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پر ښه والي ټینګار وکړ او له روغتیایي کار کوونکو یې وغوښتل چې د کورونا ناروغانو ته د لاسرسي په پار هڅه وکړي.

په ورته وخت کې، ډاکترمجروح، د دغه روغتون له پایوازانو سره ولیدل او د دوی ننګونې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د عامې روغتیا وزارت مشرتابه هوډ لري، چې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول زیات کړي.

Latest news

Sat, Apr 06 2024 1:59 PM
Background image

The provincial hospital of Samangan province has successfully activates a base chlorine production machine

The provincial hospital of Samangan province has successfully installed and activated a base chlorine production machine known as the Maxi-Wata device Sodium hypochlorite. This machine,. . .

Sat, Apr 06 2024 1:48 PM
Background image

A donation comprising a substantial quantity of medicine provides to Balkhi Regional by World Health Organization

A donation comprising a substantial quantity of medicine and state-of-the-art medical equipment was graciously provided to Abu Ali Sina Balkhi Regional and Teaching Hospital by the. . .

BACK TO NEWS