د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بې پولې ډاکترانو بنسټ له عمومي رییس سره وکتل
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بې پولې ډاکترانو بنسټ له عمومي رییس سره وکتل](/sites/default/files/2021-08/235639607_1414347972267711_4055776420857595051_n.jpg)
دوشنبه، زمری ١٨/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، د بې پولې ډاکتر بنسټ (ام اس اف) له عمومي رییس ښاغلي فلیپي ریبیریو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې په هېواد کې د بې پولې ډاکترانو بنسټ د خدمتونو وړاندې څرنګوالي او له دې بنسټ سره د عامې روغتیا وزارت پر ګډو همکاریو باندې بحث او تبادل د نظر وشو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د بې پولې ډاکترانو بنسټ او ټولو ډاکترانو څخه په هغه ولایتونو کې چې اوسمهال جګړه دوام لري او په خدمت بوخت دي مننه وکړه او په افغانستان کې یې د دې بنسټ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دغه راز ډاکتر مجروح، وویل: د تروما پېښو ته د لاسرسي ترڅنګ جنګي ولایتونو په روغتیایي مرکزونو کې ورځني فعالیتونه باید پیاوړي شي ترڅو اړمنو کسانو ته په دې برخه کې لاسرسی وشي.
ښاغلي فلیپي ریبیریو د عامې روغتیا وزارت سره د دې بنسټ په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ، ویې ویل: په پام کې لرو چې د تروما پېښو یو ٢٥ بستریز واحد په کندهار ولایت کې رامنځته کړو او همدارنګه په کندز، هلمند او نورو ولایتونو کې چې دغه بنسټ هلته خدمتونه وړاندې کوي د یو اندازه درملو او تجهیزاتو مرسته کوي.
ښاغلي فلیپي ژمنه وکړه چې د په هرات ولایت کې به بېړني، اطفالو/ماشومانو او کورونا خدمتونو ته دوام ورکوي.
هغه همدارنګه له یاد بنسټ سره د عامې روغتیا وزارت د همکارۍ له امله مننه وکړه او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت کړنې د ستاینې وړ وبللې.
بې پولې ډاکتر، په خوست، کندهار، هلمند، هرات او کندز ولایتونو کې فعالیت کوي او د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.