د دفتر رئیس

د مولوي محمد داوود منصوري لنډه پېژندنه:

منصوریمولوي محمد داوود منصوري د غلام دستګیر زوی په (۱۳۵۳) کال کې د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ په چهاردهي کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي، ښاغلی منصوري لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دورې زده کړې په پېښور کې د هجرت پرمهال ترسره کړي دي او له جامعه محمدیه څخه فارغ شوئ دی، د تېر امارت په وخت کې د بهرنیوچارو وزارت د ډ یپلوماسۍ له انستیتوت څخه فارغ شوئ، وروسته له هغه حقانیې مدرسې څخه په کادري درجه فارغ  او اسناد یې د س لیسانس په کچه تثبیت شوي او  د مدرسې تر فراغت وروسته یې د فقه او قانون  په څانګه کې خپله ماسټري بشپړه کړه.

 

 

 

وړتیاوې او تالیفات:

  • په شپږو ژبو (عربي، انګلیسي، پښتو، فارسي، اردو او ازبکي) باندې روانې خبرې کوي.
  • د لیکوالۍ فن کې توان.
  • انټرنټ کنټرول او وېب ډیزاین.

آثار:

  • امهات المؤمنین ژباړه (چاپ شوی)
  • د سرو زرو لویه پانګه تالیف (چاپ شوی)
  • اسلام او نړیوال کېدل ژباړه (چاپ شوی)
  • د انټرنېټ اسانه زده کړه تالیف (چاپ شوی)
  • یهودي پروتوکولونه ژباړه (چاپ شوی)
  • په خبري رسنیو قبضه ژباړه (چاپ شوی)
  • انګلیسي ژر زده کړه ژباړه (چاپ شوی)
  • انګلیسي ورځنی خبرې اترې ژباړه (چاپ شوی)
  • فریادونه تالیف (چاپ شوي)
  • د ظلمونو انځورونه تالیف (چاپ شوی)
  • جهان بیني اسلامي تالیف (چاپ شوی)
  • عبادات و حکمتهای آن تالیف (چاپ شوی)
  • جدید فقهي مسایل ژباړه (چاپ ته تیار)
  • تمدن اسلامي تالیف (چاپ شوی)
  • الشاهین الحدودي ژباړه (چاپ ته تیار)
  • ماشوم پالنه تالیف (چاپ ته تیار)
  • د ثقافت د کانکور سوالونه او ځوابونه ژباړه (چاپ ته تیار)
  • خواره لعلونه تالیف (چاپ ته تیار)
  • نظام اخلاقي اسلام تالیف (چاپ شوی)
  • د مسلمانانو ژوند ژباړه (چاپ ته تیار)

تېر امارت کې دندې او مسؤلیتونه:

  • خوست ولایت کې د مجاهدینو سرګروپ مسؤل.
  • د ګردیز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال.
  • د وثیق صاحب په وخت کې وردګو ولایت د استخباراتو رئیس.
  • د ملي اتل الحاج مولوی صاحب جلال الدین حقاني لخوا د سرحداتو د هیئت غړی.
  • کابل کې د استخباراتو د ۱۵ پنځلسم ریاست مسؤل.
  • وردګو ولایت کې د أمیرالمؤمنین د مدرسې مهتمم.
  • د غزني ولایت د استخباراتو رئیس.

د امریکا اشغال په دوره کې دندې او مسؤلیتونه:

  • د تاج میر مولوي صاحب سره په نظامي او فرهنګي چارو کې ملګری او د پاڅون اخبار لیکوال.
  • د میدان وردګو ولایت د استخباراتو رئیس.
  • د مولوي صاحب عبیدالله په وخت کې د میدان وردګو ولایت مالي مسؤل.
  • د مولوي صاحب کریم په وخت کې د لوګر ولایت مالي مسؤل.
  • د الاماره وېب پاڼې مسؤل او لیکوال.
  • د تاجمیر صاحب په وخت کې د استخباراتو د رهبرۍ شورأ غړی.
  • د خلیفه صاحب لخوا د برغډال سره د مرکې او د چارو دسمبالښت د مسؤل په توګه ټاکل کېدل، چې په همدې اساس وروسته امریکایانو بندي کړ او ۷ کاله یې بګرام کې تېرکړل.
  •  د لوړو زده کړو د کمېسیون د مشورتي بورډ غړی.
  • د پلازمېنې کابل له فتحې مخکې د چارواکو د دعوت او ډاډ ورکولو  لپاره استازی.
  • اوس مهال د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئیس