د اورتوپیدی تخنیکی او فزیوتراپی د مصرفی توکو چمتو کول او تدارک د تړون ورکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د اورتوپیدی تخنیکی او فزیوتراپی مرکزونو د اړتیا وړ د اورتوپیدی تخنیکی او فزیوتراپی د مصرفی توکو چمتو کول او تدارک د ریفرینس شمیره MOPH/DRP/NCB/1402/G01 ده تړون د (لطف الله یاسر لمتید) تجارتی شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-11983) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د کابل پوهنتون آخری تم ځای دریمه ناحیه، مرکزکابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه 12,536,580) دولس میلیون و پنځه سوه شپږ دیرش زره و پنځه سوه اتیا (افغانی ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایل په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.