د داوطلبۍ خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د استقلال روغتون ریاست ټولو شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د دغه اداري سبزیو،میوی اوهګۍ  دپروژی( MOPH/ EH/1403/NCB/G003) شمیره حوالې (ریفرینس) لرونکی  داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د یادی اداری دتدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه ددې اعلان د خپریدو سره هم مهاله د 13/01/1403هـ ش نېټه، د سهار تر لسو بجو پورې د استقلال روغتون دکنفرانس خونې (اطاق) ته چي دعلاوالدین دری لاري ته څیرمه قرارلری وسپاري. ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ ندي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 250000(دوه سوه پنځوس زره ) افغاني د ی او د آفرونو د خلاصولو جلسه 13/01/1403هـ ش نیټه،  د سهار په لسو بجو  دعلاوالدین دری لاري ته څیرمه داستقلال روغتون دکنفرانس خونې (اطاق) کې ترسره کیږی.