د مرستو همغږۍ او روغتیا سیسټم د پیاوړتیا رئيس مرستو د ښې همغږۍ، مصرف او سپما او د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا په اړه انلاین غونډه تر سره کړه

rasooli_admin
Sat, Mar 16 2024 9:23 AM
moph

د عامې روغتیا وزارت د مرستو همغږۍ او روغتیا سیسټم د پیاوړتیا ریاست رئيس ښاغلي حدیدالله نظیم ذاکري د ګلوبل فنډ همغږۍ يونټ، د ګلوبل فنډ جینوا میشت مشرتابه ښاغلي انکجن باوو او ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام ادارې د مسؤلینو؛ آغلي آیولنډا او آغلي ډینا سره د مرستو د ښې همغږۍ، مصرف او سپما او د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا په اړه انلاین غونډه تر سره کړه.

یاده غونډه د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، ښې همغږي، مصرف او سپما په اړه ترسره شوه، تر څو اوسني خنډونه له منځه ولاړ شي، له شته مالې فرصتونو څخه ښه ګټه واخیستل شي او د هیواد په کچه روغتیايي سیسټمونه پیاوړي شي.

غونډه د روغتيايي سېسټم د پياوړتيا له پاره د ښو همغږيو او ورته مجلسونو د دوام په هيله پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 3:57 PM
Background image

A ten-bed haemodialysis unit has been officially put into operation at Helmand Provincial Hospital

The opening ceremony was attended by Helmand Governor Haji Maulvi Amaanuddin Mansoor, Public Health Director Dr. Naqibullah Fateh, as well as a number of other officials and healthcare. . .

BACK TO NEWS