په مرکز کابل کې د یو شمیر خصوصي روغتونونو څخه تخنیکي څارنه تر سره شوه
عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي په مشرۍ په مرکز کابل کې د الخدمت، فیصل، اریا سیټي، نعمان سادات، النبي، الخیر او کلثوم خصوصي روغتونونو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
د دې نظارت موخه د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کول او ناروغانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول دي، چې په همدې موخه د یادو روغتونونو مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو اړوند لازمې سپارښتنې ترسره شوې.