د پنجشیر ولایت رخه روغتون ته د ۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي اوغیر طبي وسایل ورکړل شول
د پنجشیر عامې روغتیا رییس ډاکټر حجت الله محمدي د دغو وسایلو د ورکړې په مراسمو کې وویل: چې د (ICRC) موسسې په مالي همکارۍ د پنجشیر رخه روغتون ته ورکړل شویو وسایلو کې ۸۰ کیلو واټه جنراتور، ترانسفرمر، د عملیات میز، مونیټور او نور وسایل شامل دي.