د داوطلبۍ خبرتیا!
![MOPH](/sites/default/files/2024-12/whatsapp_image_2024-12-01_at_10.28.37_85b27784_0.jpg)
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د محمد علي جناح روغتون کې د یوې حلقې څښاک اوبو څاه کیندلو پروژه چې د MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/CON1 ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ودانیزو تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنجشنبې ورځې 24/06/1446 ه ق چې د 06/10/1403 ه ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست اړوند، د آفر پرانستې خونې ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل- افغانستان کې موقیعت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د آفر تضمین د (25,000) پنځه ویشت زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټۍ په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.