په کابل کې د یو شمیر خصوصي او دولتي روغتونونو څخه نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې ریاست له لوري په مرکز کابل کې له یو شمېر خصوصي او دولتي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو
د یاد نظارت په ترڅ کې چې موخه یې په ټول هېواد کې له دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړ نظارت، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، د نظارت رئیس ډاکټر کریم الله حلیمي او ورسره مل پلاوي په اتمه ناحیه کې له یو شمېر روغتونونو څارنه ترسره او روغتیايي پرسونل ته یې سپارښتنې وکړې، چې د ستونزو حل او درملنې برخو کې له هیڅ ډول هڅو درېغ و نه کړي.