د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ولایتي روغتون څخه نظارت ترسره کړ
![moph](/sites/default/files/2025-02/whatsapp_image_2025-02-09_at_13.26.26_bc38b24a.jpg)
په دغه نظارت کې چې د مل تخنیکي پلاوي په ملتیا ترسره شو، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه، ستونزې یې یاداشت او د حل بشپړ ډاډ یې څرګند کړ.
د عامې روغتیا وزیر همداراز روغتیايي کارکوونکو ته د خپلې وینا په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ولسوالیو کچې عمومي روغتونونو جوړېدو، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د روغتیايي خدماتو پراخېدو ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې شته امکاناتو څخه په پوره ګټې اخیستنې ناروغانو ته معیاري خدمات وړاندې او غوره درملنه یې وکړي.