د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي د پولیو له منځه وړلو لپاره د یونیسف نړیوالې ادارې له رئیس سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
Mon, Apr 28 2025 2:23 PM
MOPH

یاده لیدنه چې موخه یې په هېواد کې د پولیو له منځه وړلو ستراتېژیو پیاوړتیا ده، په کې ډاکټر عبدالقدوس بریالي د پولیو له منځه وړلو لپاره د یونیسف نړیوالې ادارې له رئیس، سټیون لاورییر سره د پولیو واکسین کمپاین کیفیت لوړولو لپاره پر مهمو ستراتېژیو، له پاکستان هېواد څخه راستنېدونکو ګډوالو ماشومانو ته د پولیو واکسین پر رسولو او د سرچینو اغېزناک مدیریت پر لارو چارو خبرې وکړې.

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس وویل، زموږ د بریا لپاره سیمه‌ ییز تخصص ډېر مهم دی.

نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو له ادارو غوښتنه وکړه، چې له پولیو سره د مبارزې په برخه کې افغان مسلکي کادرونو ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو هغوی ښه وروزل شي او د پولیو پر وړاندې مبارزه لا مؤثره شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 3:22 PM
Background image

MoPH Minister Meets Farah Governor to Discuss Expansion of Healthcare Services

In his official office, the Minister of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, Mawlawi Noor Jalal Jalali, held a meeting with the Governor of Farah, Mullah Mohammad Hafiz. . .

BACK TO NEWS