فراه ولایت کې د ۱.۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت څو عرادې موټرسایکلونه واکسیناتورانو ته ورکړل شول

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست د یونیسیف ادارې په مالي مرسته او د جک مؤسسې په همکارۍ یو شمېر واکسیناتورانو ته د ۱.۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت موټرسایکلونه او تصدیق سندونه وویشل.
په همدې موخه جوړو شویو مراسم کې چې واکسیناتورانو ته د ۲۱ ورځني روزنیز سیمینار په پای کې ترسره شو، په کې د فراه والي، مولوي غوث الدین "رهبر"، د اماراتي ادارو استازو، روغتیایي کارکوونکو او د مرستندویه سازمانونو استازو ګډون کړی و.
د فراه د عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر "صدام" په خپله وینا کې وویل: چې د یونیسیف په مالي ملاتړ او د جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ سره، د دغه ولایت د شلو روغتیايي مرکزونو لپاره نويو ګمارل شويو واکسیناتورانو ته چې په بریالیتوب سره یې روزنیز سیمینار بشپړ کړ، یو یو عراده موټرسایکل او تصدیق سندونه ورکړل شول.