د بهرنیو او داخلي ډاکترانو د فعالیت د تنظیم په موخه د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده

rasooli_admin
Sat, Aug 02 2025 4:09 PM
moph

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري ترسره کېږي؛ ترڅو د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، فعالیت، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه وڅېړي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کړي.

د نظارتونو یاده لړۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې، په ترڅ کې یې له فایز، اقصی، افغان هیلت، کوثر او کابل آسیا روغتونونو څخه نظارت ترسره شو او اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

 

دغه نظارتي بهیر به له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

Latest news

Thu, Apr 23 2026 1:25 PM
Background image

MoPH Signs $456,136 Contract with RHDO to Expand Healthcare Services in Balkh

The Ministry of Public Health has signed a $456,136 contract with the (RHDO) organization to strengthen and expand healthcare services for residents of Balkh province.

This contract. . .

Thu, Apr 23 2026 1:17 PM
Background image

Momin Group Donates Medical Supplies Worth AFN 276,000 to Sultanpur Health Center in Nangarhar

Several essential items, medicines, and medical equipment worth 276,000 Afghanis were provided to the Sultanpur Health Center in Surkh Rod district, Nangarhar province.

This assistance. . .

BACK TO NEWS