د عامې روغتیا وزارت له بېلابېلو روغتیايي او تولیدي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیاوړې کړې
د فاریاب، فراه، دایکندي، غزني او ننګرهار ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو په دغه ولایتونو کې له یو شمېر تولیدي فابریکو، درملتونونو، د درملو عمده پلورنځیو، روغتیايي مرکزونو، کتنځایونو لابراتوارونو او حمامونو څخه نظارت تر سره کړ.
د دې نظارت پایله کې د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې ۵۰ قلمه له نېټې تېر درمل او فراه ولایت کې ۵۰ کېلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدامونو ته ولېږدول شول.
همداراز، ننګرهار ولایت کې یو لابراتوار له نېټې تېرو موادو د کارونې او غیر مسلکي کسانو د شتون له امله وتړل شو.
دغه راز، اړوندو مسؤلینو ته د روغتیايي قوانینو د تطبیق، حفظ الصحې مراعتولو، د غوره او با کیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د شفرې نسخو څخه د مخنیوي په موخه لازمې سپارښتنې تر سره شوې.
