د داوطلبۍ خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د اول لاټ (د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د 43 قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ او هارډویر وسایلو تهیه او تدارک) دوهم لاټ(د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د 19 قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو تهیه او تدارک) چې د ( MOPH/1404/NCB/G-1224) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړی، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر (شنبې) ورځې چې د (24/08/1404) ه ش سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په ( 10:00) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.