غور ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت واکسیناتورانو ته د روغتیایي فعالیتونو د اسانتیا په موخه ۴۳ عرادې موټرسايکلونه وویشل شول
د غور د عامې روغتیا رئیس، شیخ مولوي عبدالواحد حماس د یونیسیف ادارې له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، دا موټرسایکلونه به د واکسین د خدمتونو د لاسرسي په ښهوالي کې، په ځانګړي ډول په لرې پرتو او سختلارو لرونکو سیمو کې مهم رول ولوبوي.
همدارنګه، په دې مراسمو کې د باران تطبیقوونکې مؤسسې مسؤل، ډاکتر محمد بهارک وویل، دا موټرسايکلونه د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د ۲ میلیونو او ۵۸۰ زره افغانیو په ارزښت پېرل شوي، چې د وېش موخه یې لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي ټیمونو په تګ راتګ کې اسانتیا ده.
