د ساختمان(سیول) انجینر !
Publish Date
Closing Date
تاریخ اعلان اول ۳۰/۹/۱۴۰۴
به اطلاع تمام واجدین محترم شرایط رسانیده میشود که وزارت صحت عامه بتعداد (۲) د ساختمان(سیول) انجنیر
ریاست ساختمان ها را با شرایط ذیل استخدام مینماید
د ندي موخه: صحی ودانیو د ترمیماتو د ساحې لیدنه او نوو پروژو د تخنیکي، طرحې او ډیزاین ترسره کول او ارزونه د پلان سره سم، د وزارت ټاکل شویو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه.
د دندي مسؤلیتونه:
اساسی دندي:
- د انجنیرۍ پروژو د طرحې او ډیزاین فرمایشونه ترلاسه کول بشپړول او اړوندې ادارې ته لېږل.
- د نړیوالو او ملی معیارونو په نظر کی نیولو سره د کانکریټی ساختمانونه سټرکچر ډایزاین ترسره کول.
- د هغو پروژو ارزونه او کتنه چې د بهرنيو مؤسسو او د دولت د ملاتړو لخوا سروې شوې وي، د تخنیکي نیمګړتیاوو د لرې کولو او د ملي منافعو د خوندیتوب په موخه.
- د شته ودانیو د ساختمانونه د ساتتنی او مشکیلاتو د حل په موخه لازمه حل لاري واړندي کول.
- د ساختماني پروژو لپاره معياري او نوي ډیزاینونه چمتو کول، په ځانګړې توګه د ترمیماتو او بیا رغونې پروژو لپاره.
- د پروژو انجینري نقشې ترتیب، طرحه او تطبیقول.
- د ودانیو د استحکام او پیاوړتیا لپاره معياري او تخنیکي نظرونه وړاندې کول.
- د عامې روغتیا وزارت د صحي ودانیو لپاره د ځانګړو ډیزاینونو تطبیق او د نورو نهادونو یا تمویل کوونکو ادارو له وړاندې شویو ډیزاینونو کار اخیستل.
- د پروژو په ډیزاین کې د اړونده څانګو سره همغږي او د میاشتني ، ربعوار او کلني راپور ترتیبول.
- د خپلو اړوند کارکوونکو مسلکي پوهه لوړول او د تجربو مؤثره کارونه په پروژو کې عملي کول.
- په تخنیکي چارو کې د نظر څرګندول او د معياري ستندردونو تطبیق.
مدیریتی دندي:
- د اړوند امریت د عمومي پلان سره سم د ورځني، میاشتنۍ او کلنۍ کاري پلان ترتیب او جوړول، د ټاکل شویو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره.
- د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتنی، ربعوار، کلنی راپور وړاندې کول د اړتیا په صورت کی.
- نورې دندې د اړوند آمر لخوا ورته د ترسره کولو لپاره سپارل کېږي.
د همغږۍ دندې:
- د تخنیکي چارو او نورو اړوندو مواردو په اړه د څانګو او ادارو سره همغږي کول.
دګمارني شراېط:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له ۱۸ کلونو کم او له ۶۴ کلونو زیات نه وي.
د زده کړو کچه :
-
- د (سیول انجینري) په رشته کې د لیسانس تحصیلي سند لرل، او په یادو برخو کې لوړه تحصیلي درجه لرل غوره ګڼل کېږي.
- کاری تجربه:
- لږ تر لږ یو کال د اړونده دندی تجربه باید ولري.
اړین مهارتونه:
- د اړوندې برخې د پالیسي د تطبیق وړتیا.
- په یوه ملي رسمي ژبه (پښتو یا دري) بشپړه پوهه.
- د اړوندې دندې سره تړلو کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت.
رهنمود برای اخذ و تسلیمی درخواست ها:
اشخاص واجد شرایط نکات ذیل را جدا مراعات کنید در غیر آن شارلست نخواهد گردید.
۱ - کاپی از تذکره یا پاسپورت.
۲- کاپی سند فراغت مطابق مواصفات بست متذکره باشد و در صورتی که سند تحصیلی خارج از کشور داشته باشید تائید شده وزارت تحصیلات عالی باشد.
۳- کاپی خلص سوانح جدید که بیشتر از شش ماه گذشته باشد مدار اعتبار نیست .
۴- شما می توانید فورم هارد کاپی را ازمدیریت عمومی اعلانات ریاست عمومی امور کارکنان وزارت صحت عامه واقع چهاراهی صحت عامه ازتاریخ نشر اعلان الی ده یوم کاری بدست آورده بعد از تکمیل همرا با ضمایم فوق الذکر دوباره قبل از ختم اعلان تسلیم نماید.
۵- زمان مراجعه کاپی تذکره، خلص سوانح، یک قطعه عکس و اسناد تحصیلی خویش را مطابق به مواصفات بست اعلان شده با خود داشته باشید.
۶- درصورت ضرورت به شماره تيلفون (0202312422) داخل تماس گردیده حل مطلب نمائید.
نوت : شما میتوانید اعلانات کاریابی ما را در ویب سایت های وwww.Jobs.af، وزارت صحت عامه وکمیسیون اصلاحات اداری وخدمات ملکی نیزمشاهده نمایید .
توجه: اداره خدمات ملکي متعلق به تمام مردم افغانستان بوده انتخاب کانديدان بر اصل شايستگي و لياقت صورت ميگيرد نه بر اساس مسايل قومي، نژادي، مذهبي سياسي ،همه اقشار دراين پروسه رقابتي اشتراک فعال نمايند. هنگام مراجعه يک قطعه فوتو ، کاپی تذکره و کاپي اسناد تحصيلي خويش را همراه داشته باشند.