د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي،؛ څو د طبي اکسیجن ګاز د تدارک پروژې د بیا ځلی داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G01) ریفرینس نمبر لرونکې ده، ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د دې ریاست د تدارکاتو له مدیریت څخه په فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، د عقودو قانون او د عامې روغتیا وزارت د لنډمهاله اجرائيوي مراحلو مطابق، په سرتړلي ډول د اعلان د نشر له نېټې څخه تر (05/01/1405) نېټې د چهارشنبې ورځ سهار لسو بجو پورې د استقلال روغتون رياست ته چې په علاوالدین درې لارې – شپږمه ناحیه کې موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.