له دېرشو ولايتونو سره پر کرونا خبرې وشوې
نن د سيمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د غونډو له تالاره د عامې روغتيا وزير داکتر احمد جواد عثمانی د سیمه ییزو ارگانونو مالی او اداری مرستیال سترپاسوال محمد ایوب سالنگی او د چارو د ادارې مرستيال د دېرشو ولايتونو له واليانو سره په ولايتونو کې د کرونا پر ضد د مبارزې، بودجې، خنډونو او فرصتونو په اړه د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دغه وېډيويي کنفرانس کې چی د کابینی د وروستی پریکری پربنیاد جور شوی وو په پیل کی دعامی روغتیا وزیر خپلی کاری برنامی په پنحه برخوکی د غوندی گدونوالوسره شریکی او وروسته په دیرشو ولايتونو کې د کرونا وايرس د مخنيوي او ناروغانو د تداوي په برخو کې د ولايتي ادارو وړانديزونه او غوښتنې واورېدل شوې.
په وېډيو کنفرانس کې ډېری واليانو د روغتیایی کارکونکو د کارونو د تقدیر تر حنگ په ولايتونو کې د طبي سامان الاتو او درملو د کموالي، د ډاکټرانو کمښت او د صحی مرکزونو لپاره د بسترونو زیاتوالی او د کرونا وايرس د مخنيوي په برخه کې د لګول شوې بودېجي په اړه څرګندونې وکړې.
په کنفرانس کې د عامی روغتیا وزیر ژمنه وکره چی موجوده ستونزی به د امکاناتو په نظر کی نیولو سره ژر تر ژره د خپل تیم سره حل او همدارنگه د ستونزو د بهتره هواری لپاره به دیر ژر ولايتونو ته د سفرونو يوه لړۍ پيلوي چې وکولای شي له نږدې په ولايتونو کې اړتياوې ووينې او د حل لارې ورته ومومي.