د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې په ننګرهار ولايت کې د ولسوالۍ له روغتون او روغتيايي مرکز څخه ليدنه وکړه
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۸مه ننګرهار ته د يو سفر په ترڅ کې د کامې ولسوالۍ له روغتون او د خيوې (کوز کونړ) ولسوالۍ له روغتيايي مرکز څخه ليدنه وکړه.
د دې ليدنې په ترڅ کې آغلې زيور د ياد روغتون او روغتيايي مرکز چارې له نږدې څخه وڅارلې او مسؤلو چارواکو ته ېې د روغتيايي خدمتونو د لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې