په هېواد کې د درملو له بازارونو څخه د ټولو "رانیتیدین" محصولاتو لرې کولو په اړه د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!
د متحده ایالاتو د خواړو او درملو ادارې د څېړنو پر اساس د رانیتیدین درملو ټول محصولات چې د ان نایترس امین (ّNDMA) کیمیاوي ترکیب درلودونکي دي، دغه محصولات سرطان رامنځته کوونکي پېژندل شوي دي.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت د څېړنو او د دې درملو محصولاتو زیانونو پر اساس د رانیتیدین محصولات د هېواد له بازارانو را ټول کړي او د دې محصول د وارداتو او کارولو څخه یې منع کړي دي.
که چېرې رانیتیدین محصولات په قاچاق ډول هېواد ته وارد شي، د ضبط برسېره، د قېمت معادل جریمه او سر غړوونکی عدلي او قضایي ادارو ته معرفي کېږي.