د کورونا واکسین چمتو کولو او پلي کولو د څرنګوالي په اړه بحث وشو

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح؛ نن د یوې ناستې په ترڅ کې د مسؤلو ادارو د استازو په شتون کې د کورونا واکسین چمتو کولو او پلي کولو د څرنګوالي په اړه بحث وکړ.
په دې ناسته کې، د هغه کسانو لومړیتوب بندۍ چې د کورونا له ګواښ سره مخ دي، د سوړ زنځیر سیسټم له لارې د کورونا واکسین ساتل، د دې واکسین پلي کولو لپاره د زرو ټیمونو ګمارنه، د واکسیناتورانو روزنه، د روغتیایي کار کونکو له اخته کېدو مخنیوئ، د واکسین برنامې سم مدیریت په اړه د نظر تبادله وشوه.
ډاکټر وحید مجروح د کورونا واکسین د چمتووالي او پلي کولو برنامې ته د کتنې پرمهال مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د یو ځانګړي میکانیزم له لارې د دې معیارونو سره سم دې واکسین پلي کولو لپاره لازیاتې هڅې وکړي.
ټاکل شوې ده د کورونا واکسین لومړۍ کڅوړه په راتلونکو شپږو میاشتو کې د نړیوال بانک او آسیايي بانک په مالي ملاتړ هېواد ته وارد شي.
همدارنګه د دې ناستې په دوام کې، د GAVI او HSS4 نوی پلان او د دې دواړو پروژو اوسنۍ کړنې او لاسته راوړنې په لنډه توګه وړاندې شوې.