په مرکز او ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ستونزو ته د حل لاسرسي او ښه کولو په پار ناسته وشوه

Panah_moph
Sun, Jan 10 2021 2:52 PM
په مرکز او ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ستونزو ته د حل لاسرسي او ښه کولو په پار ناسته وشوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح؛ نن د ویډیو کنفرانس له لارې د یوې ناستې په ترڅ کې د ولایتونو د روغتیایي مرکزونو مسؤلینو، د روغتونونو رئیسانو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو استازو، روغتیایي شریکانو او خصوصي سکتور سره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو او دې برخه کې د دوی د شته ستونزو په تړاو خبرې وکړې.

په دې ناسته کې لومړی، د بغلان، بدخشان، فاریاب، لغمان، کاپیسا او پکتیکا ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو په ولایتونو کې اړمنو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په پار د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ته معلومات ورکړل او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د دوی پر وړاندې د شته ستونزو د حل غوښتونکي شول.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین د عامې روغتیا رئیسانو د کاري راپورونو تر اورېدو وروسته مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دوی د ستونزو د حل په پار دې جدي اقدامات وکړي.

د دې ناستې په جریان کې، ډاکټر مجروح په مرکز او ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو جدي او دقیقې څارنې، د کورونا ویروس اخته د ناروغانو تعقیبي ټیمونو ارزونه، د روغتیایي کار کونکو د تشکیل بیا کتنه، د څارنې او ارزونې چک لیست بیاکتنه، د عامې روغتیا رئیسانو د رول په اړه ګډونوالو سره خبرې وکړې او د اړوندو مسؤلینو څخه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتونکی شو.

سربېره پردې، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین په روغتونونو کې د اکسیجن پلانت نصبول، په ولایتونو کې د روغتیایي ستونزو څېړلو او لاسرسی، د ادارو ترمینځ پراخه همغږي او د آر آر ټي ګروپونو په اړه له ګډونوالو سره بحث وکړ او په دې برخه کې یې ټیمونو موظف کړل څو کوم اجراات چې په پام کې دي ترسره شي.

له بلې خوا، ګډونوالو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو او د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې خپل نظریات او وړاندیزونه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین سره شریک کړل او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Wed, Feb 12 2020 3:24 PM
Background image

MoPH held an emergency meeting with international health partners to fight against the spread and control of COVID-19

Today MoPH conduct an emergency meeting regarding the prevention, spread and control of COVID-19 in Afghanistan and called on international partners for cooperation.

Minister of Public. . .

Tue, May 28 2019 12:50 PM
Background image

The Minister of Public Health of Afghanistan becomes a member of GAVI Alliance Board of Directors

As a member he will be representing the Developing Countries Constituency on the GAVI Alliance Board. Congratulations to all.

It is a great honor for Afghanistan.

Sat, Dec 29 2018 4:01 PM
Background image

20th polio Case Reported in Afghanistan marking highest number of cases since 2015

Kabul, 28 November 2018– Another new polio case has been reported from Shaheed-e-Hassas district of Urozgan province, a 3-year-old boy is now permanently paralyzed by the poliovirus.. . .

BACK TO NEWS