د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سویلي آسیا د عامې روغتیا وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړ
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ نن د سویلي آسیا هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو په غونډه کې چې په انلاین ډول جوړه شوې وه ګډون وکړ.
دغه غونډه د کورونا ویروس سره د مبارزې او مدیریت د څرنګوالي په برخه کې د سویلي آسیا هېوادونو تجربو شریکولو په پار په لاره اچول شوې وه. د سویلي آسیا هېوادونو د وزیرانو غونډه د هند لومړي وزیر ښاغلي نارندرا مودي په مشرۍ ترسره شوه.
ښاغلي نارندرا مودي د غونډې پرانیستې ته وینا وکړه او د کرونا ویروس بحران سره د مبارزې او مدیریت کولو برخه کې د سویلي آسیا هېوادونو د بریا ستاینه یې وکړه.
همدرانګه د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، په دې غونډه کې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ او دویمه څپه کې د افغانستان د روغتیا سکتور د تجربو او لاسته راوړنو څرنګوالی شریک کړ او ویې ویل: هغه ننګونې چې د عامې روغتیا وزارت درلودې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رهبري په ملاتړ سره و کولای شول چې د کورونا ویروس په بریالیتوب سره مدیریت کړي.
ډاکټر مجروح وویل: چې د کورونا ویروس بحران مدیریت د افغانستان او سیمې د روغتیا سکتور لپاره یوه ښه تجربه او فُرصت و او موږ له دې تجربې څخه زده کړل چې څنګه د نورو اېپدیمیانو سره چې په راتلونکي کې که پیل شي مبارزه وکړو.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د سیمې هېوادونو د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د خپرېدونکو ویروسونو په ځانګړي توګه د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د دوی رول مهم وباله.
په ورته وخت کې، د دې غونډې په دوام ښاغلي مودي د سیمې هېوادونو د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لکه: د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د تخنیکي همکاریو پیاوړي، اسانه کولو لپاره د دې حوزې هېوادونو د ډاکټرانو لپاره د اضطراري ویزو صادرول، د هوایي امبولانس په برخه کې د سیمه ییز ملکي هوایي چلند همکاري، د معلوماتو بانک د رامینځته کولو په برخه کې د سیمه ییز پلېټفارم رامینځته کول، په ګډه د موردي مطالعاتو او څېړنو په لاره اچول، د عصري ساینس او ټکنالوژۍ پراساس د سیمه ییزې ایپیډیمولوژۍ شبکې د رامینځته کولو په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
دغه راز د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان له دولت سره د هند دوست هېواد د همکاریو او په ځانګړي ډول د کورونا ویروس د بحران پرمهال او د 500 زره دوزه واکسین له مرستې مننه وکړه.