پیش نویس طرح تشکیل وزارت صحت عامه مورد بحث قرار گرفتد عامې روغتیا وزارت د تشکیل طرحه تر بحث لاندې ونیول شوه
د عامې روغتیا وزارت د تشکیل طرحه، نن د عامې روغتیا وزارت د سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې تربحث لاندې ونیول شوه. په دې ناسته کې د پالیسۍ او پلان معین ښاغلي ډاکټر بشیر نورمل، د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس ډاکټر عبدالقدیر قدیر او د دغه وزارت رئیسانو برخه اخیستې وه.
دغه طرحه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د لارښوونو په پام کې نیولو سره د عامې روغتیا وزارت په ټولو برخو کې د تشکیل د ښه والي په پار، د دغه وزارت د اړتیاوؤ پر اساس، په مرکز او ولایتونو کې د ۱۴۰۰ هـ ش کال لپاره ترتیب شوې ده. په دې طرحه کې ټول مهم موارد او لومړنۍ اړتیاوې، په روغتونونو کې د یو کاري شېفټ زیاتول او په روغتیايي مرکزونو کې د کاري فشار په پام کې نیولو سره په پام کې نیول شوې ده.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ د دې تشکیل نوې طرحه په مرکز او ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي لپاره یو ښه ګام وباله او د دې طرحې د پياوړتیا لپاره يې د اړوندو ادارو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
هغه زیاته کړه چې دا طرحه به په پلازمېنه او ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت د مسؤلینو د نظرونو او وړاندیزونو د ترلاسه کولو وروسته نهایي شي او وروسته د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریک کېږي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د اړوندو ادارو له مسؤلینو وغوښتل چې د دې طرحې د غښتلي کولو لپاره د روغتیا سکتور اوسنی حالت او لومړنۍ اړتیاوې په واضح ډول تعریف کړي.
همدارنګه، د تالار دننه د غونډې برخه والو او د عامې روغتیا ولایتي مسؤلینو، چې په آنلاین ډول سره وصل شوي وؤ، د دې طرحې د ښه والي او پیاوړتیا لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.