د روغتیا ملي پالیسي د یوې ناستې په ترڅ کې وارزول شوه
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۳۰ کلونو لپاره د روغتیا ملي پالیسي د رئیسانو، ملي او نړیوالو استازو سره د یوې ناستې په ترڅ کې و ارزوله.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د روغتیا د ملي پالیسۍ په جوړولو کې د ښکېلو خلکو د ستاینې سربېره وویل: "که موږ نن ورځ سمه برنامه ریزي وکړو، نو ښه سبا به ولرو، او دا تګلاره پالیسي کولئ شي د روغتیا سکتور سره د راتلونکو لسو کلونو لپاره په هېواد کې، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته د وده ورکولو په خاطر مرسته وکړي، ترڅو د نوې او پخوانۍ پالیسۍ تر مینځ د ویجاړتیا او وخت د تشې مخه ونیسي.
ډاکټر مجروح زیاته کړه چې د ۱۴۰۰ هـ کال کې یوه ملي برنامه به چې د جلالتمآب ولسمشر لخوا په ارګ کې پرانیستل شي، د روغتیا ملي جشنواره ده او د عامې روغتیا وزارت مشرتابه هڅه کوي تر څو د دې برنامې د ترسره کولو د مخه خپلې ملي پالیسۍ او ستراتیژۍ نهایی کړي تر څو له تائید وروسته د پلي کېدو وړ وګرځي.
د دې ناستې په دوام، ډاکټر مجروح، د جلالتمآب ولسمشر د لارښوونې په اړه چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکول او هغه کاري پرمختګونه چې په دې برخه کې ترسره شوي دي ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د نوې پالیسي پلي کول او انعکاس، د عدم تمرکز له مینځه وړل، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه، د خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکول، انساني سرچینو ته پاملرنه او ظرفیت لوړونه د هغه لارښوونو له جملې څخه دي چې د روغتیا په سکتور کې پرې کار شوئ.
سربېره پردې، د روغتونونو مدیریت، شرکت ته د روغتونونو قانوني پېژندنې د لېږد پروګرام، د اکمال تخصص پروګرام ښه کول، د درملو او خواړو سیسټم مدیریت، په اساسي ډول سره د ارقامو راټولول، راپور ورکول، د خصوصي سکتور همکارۍ او نور مهم پروګرامونه د جلالتمآب ولسمشر د لارښوونو له جملې څخه دي چې د عامې روغتیا وزارت رهبري د تطبیق او پلي کولو لپاره شپږ کمېټې ټاکلي دي ترڅو کوم اجراات چې په پام کې دي ترسره شي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر له ګډونوالو وغوښتل چې د روغتیا ملي پالیسۍ د وروستۍ کولو لپاره لازیاتې هڅې وکړي ترڅو دا طرحه د افغانستان دولت لپاره معتبر سند، د روغتیایي شریکانو او د هېواد نورو دولتي ادارو لپاره یوه ښه بېلګه وي.
له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین ډاکټر بشیر نورمل، ملي او نړیوالو استازو د ملي پالیسۍ د ښه والي او وروستي کولو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړل او د عامې روغتیا وزارت رهبري سره یې د لا نورو همکاریو ژمنه وکړه.
