د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په قطر هېواد کې د روغتیا کیفیت او خوندیتوب کنفرانس کې ګډون وکړ
دغه کنفرانس چې “ په غیر عادي او غیر معمولي وختونو کې د روغتیايي مراقبتونو پاېښت او اقدام کول” تر شعار لاندې دایر شو، په روغتیايي سیستم کې د پرمختګ او د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کولو، هر وګړي ته په اسرع د وخت سره د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او ګڼو نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.