د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د نورستان ولایت مشرانو سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
Thu, Jan 04 2024 9:57 AM
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د نورستان ولایت مشرانو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، الحاج حبیب الله اخندزاده حامد له نورستان ولایت څخه راغلو مشرانو سره لیدنه ترسره کړه.

له نورستان ولایت څخه راغلو مشرانو د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ مننه وکړه، چې په تېرو دوو کلونو کې یې روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې او د ناروغانو د درملنې په موخه یې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر ډاډ ورکړ چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد ټولو نږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS