د خصوصي روغتونونو د روغتیايي خدمتونو د بیو او لایحې د نهايي کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
Sat, Feb 24 2024 9:32 AM
moph

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال الحاج حبیب الله اخندزاده حامد او د یو شمېر ریاستونو رئیسانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خصوصي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د بیو او لایحې نهایي کېدل اړین وبلل او په همدې موخه یې د اړوندې کمېټې له لوري ترتیب شوی جدول تائید کړ، چې د منظورۍ او نهایي کېدو په موخه به د عالیقدر ریاست الوزراء عالي مقام ته واستول شي.

ښاغلي وزیر همداراز وویل، موږ هڅه کوو؛ تر څو د دولتي سکټور ترڅنګ د خصوصي سکټور له لارې هم په ټولو روغتیايي برخو کې هېوادوالو ته په ټیټو بیو غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

د یادونې وړ ده، چې د یادې لایحې له مخې ټول خصوصي روغتونونه اړ او مکلف دي؛ تر څو د روغتیايي خدمتونو په مقابل کې د یادې لایحې او جدول له مخې فیسونه واخلي.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 3:57 PM
Background image

A ten-bed haemodialysis unit has been officially put into operation at Helmand Provincial Hospital

The opening ceremony was attended by Helmand Governor Haji Maulvi Amaanuddin Mansoor, Public Health Director Dr. Naqibullah Fateh, as well as a number of other officials and healthcare. . .

BACK TO NEWS