د یوه قلم وچه ډوډۍ تدارک او چمتو کولود تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
پدې توګه دتدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چي د اندراګاندي د ماشومانو د درملني انستیتوت په پام کې لري چي د دې روغتون اړوند د 1403 مالي کال لپاره د یوه قلم وچه ډوډۍ تدارک او چمتو کولو تړون چي شمیره یی عبارت ده MOPH/NCB/HGICH/1403/G2 د وحدت رضایان لوجستیکي خدماتو شرکت، چي د کابل ولایت مرکز قلعه غیبي چهلستون سیمه کي موقعیت لري او 51528 جواز شمیرې لرونکی دی د {3,315,500 افغانی} مجموعي قیمت سره ورکړي.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه ددې خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د هغو له دلایلو سره یو ځای د اندراګاندي ماشومانو د درملني انستیتوت ته چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مینې لسم سړک د شهید محمد داود خان روغتون د زړي دروازې ته مخامخ موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندي کړي.
دا خبرتیا د تړون عقد په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسي قانوني پړاونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کیږي.