د پنجشر  ولایت په رخه روغتون کې د اکسری برخې د فعالیدو چارې پیل شوې

rasooli_admin
Tue, Apr 02 2024 12:44 PM
MOPH

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حجت الله محمدي ،د یاد ولایت د رخ ولسوال سید سمیع الله صاحبزاده او د دغه روغتون روغتیایي کار کوونکو ګډون کړی و

ډاکټر حجت الله محمدي د یادې برخې د چارو پیل کیدو مراسمو کې وویل چې په دې روغتون کې د اکسری څانګې په فعالیدو سره به د ناروغانو ډیرې ستونزې حل شي.

هغه زیاته کړه هڅه کوي چې په دې ولایت کې د ناروغانو درملنې لپاره ګڼ سهولتونه رامنځته کړي.

د عامې روغتیا وزارت اړوند، د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ رئیس، ډاکټر محمد قاسم عادل او د روغتیايي علومو د خصوصي سکتور رئیس، الحاج ګلاب راشد د شنو نيالګيوکښېنولو په کمپاين کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو ونه'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د یاد انسټېټیوټ په انګړ کې یې د ګڼ شمېر نیالګيو په کښېنولو سره په دې کمپاین کې عملي ګډون ترسره کړ.

 

نوموړو له ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل؛ چې په دې کمپاین کې ګډون وکړي او د یو یو نیالګي په کښېنولو سره د هوا د ککړتیا او بېلا بېلو تنفسي او ورته نورو ناوړو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشي.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 3:57 PM
Background image

A ten-bed haemodialysis unit has been officially put into operation at Helmand Provincial Hospital

The opening ceremony was attended by Helmand Governor Haji Maulvi Amaanuddin Mansoor, Public Health Director Dr. Naqibullah Fateh, as well as a number of other officials and healthcare. . .

BACK TO NEWS