د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له استقلال روغتون څخه ليدنه تر سره کړه
![MOPH](/sites/default/files/2024-04/whatsapp_image_2024-04-27_at_18.14.20_7cf2ce72.jpg)
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د طب معالجوي رئيس ډاکټر احمد سير پاڅون او يو شمير نورو مسؤولینو نن د شنبې ورځ د استقلال ملي او تخصصي روغتون څخه د دې روغتون د رئيس او مسؤولینو په شتون کې ليدنه تر سره کړه!
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي حقاني په روغتون کې له ټولو څانګو ليدنه تر سره او د داخل بستر ناروغانو يې له نږدې حال واخيست.
ښاغلي مرستيال د روغتيايي خدماتو په غوره کیفیت ټينګار وکړ او د روغتون مسؤولینو ته یې لازمې سپارښتنې تر سره کړې.
نوموړي همداراز د یاد روغتون د بېلا بېلا روغتیايي څانګو د کارکوونکو څخه د خپلې دندې په ایماندارۍ سره ترسره کولو غوښتنه وکړه؛ تر څو د اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.