د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له رئیس سره وکتل

rasooli_admin
Thu, May 30 2024 8:40 AM
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یوې ناستې په ترڅ کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له رئیس، ښاغلي مفتي شهزاده نور راشد سره لیدنه ترسره کړه

د دې ناستې موخه د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته د کاري بهیرونو او پروسو ساده کولو په اړه د معلوماتو وړاندې کول وو، چې په اړه یې بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اداري اصلاحاتو په برخه کې د کاري بهیر ساده کول د وخت ضایع کېدو، خلکو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو، او  پر وخت د کارونو ترسره کولو کې یو اغېزمن ګام وباله او د یادې ادارې له مسؤلینو یې د ورته برنامو د پلي په موخه مننه وکړه.

له بل لوري د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس، ښاغلي مفتي شهزاده نور راشد په اداري چارو کې د کارونو اسانتیا په موخه د پروسو ساده کول مهم او اړین وګڼل او ویې ویل، د یادې پروسې په پلي کولو سره به وکولای شو د خلکو رضایت  سربېره د هغوی کارونه پر وخت اجرا او د دولت او خلکو تر منځ ښې اړیکې جوړې کړو.

له بل لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کارکوونکو د اداري چارو د پروسو ساده کولو په موخه د یو پرزینټېشن په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته معلومات وړاندې کړل او له هغوی يې وغوښتل، چې یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت په اداراتو کې پلي کړي.

Latest news

Mon, Apr 20 2026 5:50 PM
Background image

Ministry of Public Health Launches National Workshop to Strengthen Health System and Provincial Coordination

The Ministry of Public Health has launched a four-day national workshop on coordination and capacity building for provincial health officials, aimed at strengthening the health system,. . .

BACK TO NEWS