د عامې روغتیا وزیر د روغتیا د برخې له یو شمیر نړیوالو مسؤلینو سره انلاین لیدنه تر سره کړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان له حوزوي مشرې اغلې حنان البلخي، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ښاغلي ایډوین سینیزا سلواډور او د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو له منځه وړلو مسؤل ډاکټر حامد جعفري سره پر لیکه ( انلاین ) لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا، افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د متخصصینو روزولو، لرې پرتو او سپینو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د پولیو واکسین ښه تطبیق او ورته نورو اړینو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوي.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هېواد روغتیايي سیستم د پایښت لرونکې ودې لپاره د لنډ مهالو او بېړنیو مرستو سربېره د اوږد مهاله مرستو او پراختیايي برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو او دا یې د روغتیايي سیستم د ودې لپاره اړین ګامونه یاد کړل.
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې، اغلې حنان البلخي د افغانستان روغتیايي سکتور سره د نړیوالو مرستو د جلب سربېره په دې برخه کې پر پایښت لرونکو کړنو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره مهمه ده، څو په دې برخه کې لا زیات کار وشي، چې نوموړې په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.