د طبي شورا متخصصینو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي، مولوي بخت الرحمن شرافت په مشرۍ د طبي شورا متخصصینو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې د ټرینر متخصصینو د علمي رتبو او د روغتیايي متخصصینو د کادري معاشونو لوړولو او حق الزحمې اړوند غوښتنې ترسره شوې.
ښاغلي، مولوي بخت الرحمن شرافت د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د معاشونو په اړه پر یو منظم طرزالعمل کار روان دی او ډېر ژر به یاده ستونزه حل شي.
ښاغلي مرستیال دغه راز زیاته کړه، په هېواد کې روغتیايي سکټور ډېر ښه شوی او د لا ښه والي لپاره یې د وزارت رهبرۍ هڅې دوام لري، ترڅو په روغتونونو کې شته ستونزو ته رسېدګي ترسره او د خدماتو ښه والي په موخه لازم امکانات برابر شي.