د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت د نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ اړوند نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ او تشریح ورکشاپ کې ګډون وکړ

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، مرکزي رییسانو د روغتیا برخې کورنیو او نړیوالو شریکانو ګډون درلود.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت له لوري نوې جوړه شوې ملي پالیسي د روغتیايي سیستم د پرمختګ ، د چارو د لا ښه والي ، خودکفایۍ او نړیوالو همکارانو سره د منظمو اصولو او کړنلارو عملي کولو لپاره اړینه وبلله او د روغتیا برخې له کورنیو او نړیوالو شریکانو یې غوښتنه وکړه چې د یادې پالیسۍ په ښه تطبیق کې خپلې هڅې دریغ نه کړي.
د عامې روغتیا وزیر وویل: " له خپلو کاري شریکانو سره د منظمو اصولو او ګډې همغږۍ له لارې به د یادې پالیسۍ پر مټ د روغتیايي برخې لومړیتوبونه نظر کې نیسو، څو په ټول هېواد کې روغتیايي خدمات پیاوړي او ولس ته د اسانتیا رامنځته کېدو سبب شي".
د نوې جوړې شوې پالیسۍ تطبیق سره به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد ټولو وګړو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو تر څنګ، دې برخه کې ګڼ شمېر پرمختګونه رامنځته شي چې تر ډیره به د روغتیايي سیستم د پراختیا او خودکفایۍ لپاره هڅې تر سره شي.