لغمان ولایت کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره جوړ شوي تم ځای کې یو روغتیایي مرکز جوړ شو

د یاد روغتیایي مرکز د جوړېدو موخه د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه او د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي.
د لغمان عامې روغتیا رئیس، ډاکتر سمیع الله عابد نیازي له دغه روغتیایي مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل:
په دغه روغتیایي مرکز کې به بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته شپه او ورځ غوره روغتیایي خدمات وړاندې او د هغوی روغتیایي ستونزو ته به پر وخت رسېدنه کېږي.