د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د (افغان جاپان د ساري ناروغیو درملنې روغتون) په پام کې لري، چې د یاد روغتون د اړتیا وړ (6000) اکسیجن ګاز بالونونو قرارداد د {سعیدالهام نورزهي لوژستیکي} شرکت ته چې د (39000) نمبر جواز لرونکی دی او په { مرکز نیمروز، زرنج ښارـ راسته بازار } کې موقعیت لري د ) (1380000 یو میلیون درې سوه اتیا زره افغانیو په مجموعي قیمت ورکړي.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو پوري افغان جاپان ساري ناروغیو درملنې روغتون ریاست ته، چې په شپږمه ناحیه، د دارالامان- سناتوریم تم ځای کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.