تېر یو کال کې د خیر خانې دولتي روغتون کې شاوخوا (۳۲۶۸) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
Mon, Aug 25 2025 2:06 PM
moph

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۲۱۱۲) ستر او (۱۱۵۶) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

همدارنګه، په دغه روغتون کې (۱۷۱۴۵۷) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۲۰۶۰۲) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.