د غزني عامې روغتيا رياست کې د ولايتي همغږۍ (PHCC) غونډه تر سره شوه

ياده غونډه د غزني د عامې روغتيا رئیس ډاکتر محمد زرک ځیرک په مشرۍ د ولایت مقام، علماوو شورا او اقتصاد ریاست استازو، تطبیقوونکو مؤسسو او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه، په کې پر ځینو مهمو مسايلو بحث او خبرې وشوې او د بېلابېلو سیمو څخه راغلې عريضې هم وارزول شوې.
د غزني د عامې روغتيا رئیس د ټولو همکارو ادارو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او یاده غونډې یې د روغتیايي خدمتونو ښهوالي او ستونزو حل لپاره مهمه وبلله.