په بغلان ښار او مرکز بغلان کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو
              په دې نظارت کې د بغلان ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد حسن عاصم او مل ټیم له ۲۲درملتونونو، ۶خصوصي روغتیایي کتنځایونو، ۶بابه د غاښونو کلینیکونو، ۴لابراتوارونو او یوې اکسری خونې څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې یې ۱۳ درملتونونو د رسمي جوازونو نه درلودلو له امله وتړل شول، همدارنګه یو لابراتوار هم د قانوني جواز نه لرلو او له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله د معیارونو تر پوره کېدو پورې مهرلاک شو.
