د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه
دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه، په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي او د قندهار، کونړ، ننګرهار، بدخشان، پکتیا، پکتیکا، خوست، نیمروز او هلمند ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو ګډون کړی و.
د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د هڅو ستاينه وکړه او ویې ویل: ( د مرکز او ټولو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلین باید د زلزلو، سېلابونو او نورو بېړنیو پېښو پر مهال لاندې ټکي په پام کې ونیسي، تر څو د ډېرو مرګ ژوبلو مخنیوی وشي او اړمنو کسانو ته لازم روغتیایي خدمات په ټاکلي وخت وړاندې شي).
سربېره پر دې ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د زلزلو، سېلابونو او نورو بېړنیو حالتونو پر مهال د یو بشپړ او عملي پلان په چمتو کولو او تطبیق، په روغتونونو کې د درملو په زېرمه کولو، روغتیایي مرکزونو لپاره د اړتیا وړ طبي تجهیزاتو او ملزوماتو پر برابرولو، د کارکوونکو په ظرفیت لوړولو، د الهي پېښو لپاره د طبي ټیمونو، امبولانسونو او خېمو پر چمتو کولو ټینګار کړ.
همدارنګه، د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د زلزلو، سېلابونو او نورو بېړنیو پېښو پر مهال د خپل چمتوالي او اړتیاوو په اړه وزارت ته معلومات وړاندې کړل، چې د روغتیایي خدمتونو مرستیال ورته د اړینو اړتیاوو پوره کولو ډاډ ورکړ.
