د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې انسټېټیوټ په پام کې لري، چې لاندې تړون ګټونکې داوطلب ته ورکړي.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نېټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې انسټېټیوټ، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کیږي.