د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د الشفاء روغتون ریاست د محمد علي جناح تعمیر، ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د اشپز خانه لپاره یو قلم مایع گازو پروژه) چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G004) ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د جمهوریت روغتون محمد علي جناح تعمیر د خدماتو مدیریت څخه لاس ته راوړي، د عقود قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونه او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نیټه څخه تر شنبې ورځې، چې د (1405/01/08)هـ ش نېټه سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په (۱۰) بجو د آفر پرانستې خونې ته، چې د کابل ښار په دشت برچي مهتاب قلعه ایستګاه د علي جناح تعمیر، الشفاء روغتون کې موقعیت لري، وسپاري.
یادونه؛ ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د الشفاء روغتون د خدماتو مدیریت د آفر پرانستې خونه کې تر سره کېږي.