دعامی روغتیا وزارت د بین المللی روغتیایی شریکان سره دکرونا ویروس دکنترول او خپریدو په اړه بیړنی غونډه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۵:۲۴
دعامی روغتیا وزارت د بین المللی روغتیایی شریکان سره دکرونا ویروس دکنترول او خپریدو په اړه بیړنی غونډه

دعامی روغتیا وزارت نن د یو بیړنی غونډی په ترڅ کی په افغاستان کی د کرونا ویروس د خپریدو کنترول  اومخنیوی به ارتباط دبین المللی روغتیایی ادارو څخه دهمکاری غوښتنه وکړه، پدی غونډه کی دعامی روغتیا وزیرداکترفیروزالدین فیروز د دی وزارت کارونه ،فعالیتونه اوضرورتونه دکرونا ویروس دخپریدو دمخنیوی په هکله غوندی ګدون کونکی سره شریک کړل، اودګډون کونکو څخه یی دلا زیاتوهمکاریوغوښتنه وکړه.

دعامی روغتیا وزیر دکرونا ویروس دتولی نړی لپاره یو جدی ګواښ بللی خصوصا دافغانستان لپاره، برسیره پردی چی دعامی روغتیا وزارت دیرکم امکانات په لاس کی لری خو بیا هم ددی ویروس خپریدو دمخنیوی لپاره اړین اقدامات یی ترسره کړی دی،خو مګر ددی ویروس دسریع خپریدو له وجی عامی روغتیا وزارت لا زیاتوهمکاریو ته ضرورت لری، دروغتیایی بین المللی شریکانو نمایندګانوپدی غونډه کی ددی ویروس دکنترول او دخپریدود مخنیوی لپاره دخپلو کارونو لمړیتوب وګانه،او پدی ارتباط یی دعامی روغتیا وزارت سره دهمکاری ژمنه وکړه.

دعامی روغتیا وزارت ددی ویروس دکنترول لپاره لاندی فعالیتونه ترسره کړی دی:

په هوایی دګرونو،بندرونواوسرحداتوکی د مسافرینو دسکریننګ لپاره د روغتیایی تیمونه ګمارل، په کابل اوولایاتوکی دکرونا ویروس دکنترول لپاره دقرنطین څانګی ایجادول،دعامه پوهاوی برنامو، دبین السکتوری ګډه کمیته جورول، دبیرنی کمیتی جوړرول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۳ - ۱۶:۴۸
Background image

د برچي دښتې (دشت برچي) پر سل بيستريز روغتون تروريستي بريد

روغتيايي کارکوونکي او تسهيلات د ټولو نړيوالو تړونونو په بنسټ له هر ډول تيري , تعرض او زياتي څخه بايد خوندي وي •
خو متأسفانه په افغانستان کې هره ورځ دغه تسهيلات او روغتيايي کارکوونکي او. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۱ - ۱۴:۲۶
Background image

عامې روغتيا وزارت دخلکو قرنطين نه مراعت کولو په برخه کې انديښنه وښودله

د عامې روغتياوزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو معين ډاکتر وحيد مجروح نن په يوه ناسته کې د کرونا ويروس زياتوالۍ د عامه خلکو د قرنطين نه مراعت کول وښودل.
ډاکتر مجروح وايي : په دغو ورځو. . .

شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

عامې روغتيا وزارت د يوې ناستې په ترڅ کې په هيواد کې د کرونا ناروغۍ وروستي جزئيات اعلان کړل

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي چوپړتياوو ( خدمتونو) د‌وړاندې کولو معين ډاکټر وحيد مجروح نن د يوې ناستې په ترڅ کې د کرونا ناروغۍ اړوند وروستي جزئيات او د‌عامې روغتيا وزارت لخوا د کرونا. . .

BACK TO NEWS