د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د سرطاني ناروغیو د نوي جوړېدونکي پنځوس بستریز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۹:۵۲
MOPH

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د وزارت مرکزي رئيسانو، او روغتیاپالانو ګډون درلود.

د یاد نظارت پرمهال د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې روغتون کې په رامنځته شویو تغیراتو خوښي څرګنده او یاد روغتون یې ختیځ زون کې د سرطاني ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره غوره مرجع وبلله.

ورته مهال ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي ننګرهار ولایت کې د روغتيايي علومو انسټیټیوټ څخه لیدنه ترسره او هم يې د یاد انسټیټیوټ مسئولینو ته د زده‌کړې بهیر د لا ښه والي سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه،  په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له نوي سفیر، ښاغلي کنیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د جیکا ادارې له لوري د کابل افغان جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو کې د. . .

BACK TO NEWS