د اروزګان ولایت روغتیایي وضعیت وارزول شو

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۳:۲
د اروزګان ولایت روغتیایي وضعیت وارزول شو

د عامې روغتیا وزارت د پالیسي او پلان جوړونې معین پوهندوی ډاکټر بشیر نورمل، د ۱۳۹۹کال د تلې د میاشتې په ۲۲مه نېټه اروزګان ولایت ته د یوه پلاوي په مشرۍ د دې ولایت د روغتیایي وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ نوموړي په دې سفر کې د اروزګان ولایت نوي د عامې روغتیا رئیس ( ډاکټر عبدالغفار وطنوال) تر معرفي کېدو وروسته د دغه ولایت روغتیا ریاست مسؤلینو، دولتي چارواکو، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کونکو موسسې استازو، د ترینکوټ نوي ولایتي روغتون، د کوېد - 19 څانګې او پخواني ولایتي روغتون څخه په لیدنه کې د هریوه اجراات تر ژورې کتنې او ارزونې لاندې نیولي او په مختلفو برخو کې یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

پوهندوی ډاکټر نورمل له خپل کاري ټیم سره د دې سفر په لړ کې د روغتون ودانۍ د لیدنې پر مهال د ابو څښلو په سیسټم، مرکز ګرمۍ، سپټیک څا، د هوا تصفیې سیسټم، اکیسجن سیسټم، د برق د تولید، د روغتون د تنویر، د ودانۍ نه معیاري توب، د ولایتي روغتون د احاطې دېوال نیمګړتیاوې، او د ځنې اړینو څانګو د روغتیایي پرسونل نه شتون، د یاد روغتون اصلي او اساسي ستونزې وبللې، د دې روغتون د ستونزو او نیمګړ تیاوؤ د له مینځه وړلو لپاره چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې او ژمنه یې وکړه چې کابل ته تر ورتګ وروسته به د وزارت له مشرتابه سره یوځای د دې ولایت روغتیايي ستونزو ته جدی لاسری کېږی.

د روغتیایي پرسونل پرکمښت سربېره، د درملو، طبي او غیر طبي مصرفي توکو کمښت چې د روغتیایي خدمتونو د پلي کوونکې موسسې لخوا باید برابر شي، د۔دې موسسې د ادارې چارواکو لخوا ولایتي ټیم ته د واک ننه ورکول، د روغتیایي کارکونکو لپاره د روزنې د برنامو نه شتون، د روغتون ساتنې او پاملرنې ته نه پاملرنه، د روغتیایي تسهیلاتو نه شتون د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې له نورو هغو ستونزو څخه دي، چې د پالیسۍ او پلان معین پوهندوی ډاکټر بشیر نورمل د ټولو ستونزو تر ارزولو وروسته د (SHDP) روغتیایي موسسې او د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسولینو ته لارښونه وکړه چې د دې ستونزو د حل په موخه جدي او کوټلي ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزیر د مالیزیا هیواد د چارواکو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي او سویلي آسیا له رئیسې، اغلې ډاکټر شازلینا زین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د سمنګان په ۲۴۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

د بیا رغونې دغه چارې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په هڅو ، د ریاست الوزارء او د سمنګان ولایت مقام په حکم پیل شوې.

 

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست له غوښتنې وروسته، چې یاد ولایتي روغتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

په تخار ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند صحت محیطي او د روغتیايي قوانیونو د برسۍ ټیمونو په دغه ولایت کې له درملتونونو او هټیو څارنه ترسره کړې چې پرمهال یې په زیاته کچه تاریخ تېر درمل او بې. . .

BACK TO NEWS