د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اداري او مالي معینې ډاکټر ماموسۍ زیور په مشرۍ ګډ پلاوي ننګرهار سیمه ایز روغتون کې د پرونۍ چاودنو د ټپیان پوښتنه وکړه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۹:۴۶
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اداري او مالي معینې ډاکټر ماموسۍ زیور په مشرۍ ګډ پلاوي ننګرهار سیمه ایز روغتون کې د پرونۍ چاودنو د ټپیان پوښتنه وکړه

د عامې رووغتیا اداري او مالي معینې ډاکټر ماموسۍ زیور سره په دغه لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د ICU پروژې مسووله ډاکټر هېلۍ ، د ولایات هماهنگی ریاست ریس دوکتور فوشنجی،د تخصص اجرایه مدیر عبدالفهیم احمدي، د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر خلیل الله حکمتي، په ختیځ کې د پولیو واکسین مسوول ډاکټر نجیب الله کامه وال، د ننګرهار سیمه ایز روغتون ریس ډاکټر عبدالشکور عظیمي، ددې روغتون سرطبیب، ډاکټر ضیاالحق حقمل او نورو ګډون درلود.
په دغه لیدنه کې د عامې روغتیا وزرات اداري او مالي معینې ډاکټر ماموسۍ زیور د پرونۍ چاودنې د ټپیانو د احوال تر څنګ د دوی د روغ صحت غوښتنه وکړه او د سیمه ایز روغتون له ادارې او روغتیایي پرسونل یې مننه وکړه چې په کمه موده کې یې د سلګونه ناروغانو په وخت او ښه توګه درملنه کړې.
نوموړې وویل د کومو ناروغانو چې روغتیایي وضعیت نازک وي د ښې درملنې په موخه به یې مرکز کابل ته انتقال کړې.
د ننګرهار عامې روغتیا او سیمه ایز روغتون مشرانو له نوموړي پلاوي د راتګ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې په دې روغتون کې به د ټولو ناروغانو درملنې ته پوره پاملرنه کوي.
د یادونې ده چې پرون د اسد یا زمري په ۲۸ نیټه جلال اباد ښار کې د ازادۍ ورځې لمانځنې په ځینو مراسیمو کې یو شمیر چاودنې وشوې چې له امله یې ننګرهار سیمه ایز روغتون ته ۱۳۰ تنه ټپیان راوړل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د مرکزي روغتونونو د ادارې څانګې مسؤولینو او کارکوونکو ته د بېلا بېلو کمپيوټري پراګرمونو درې ورځنې روزنیز ټريننګ ترسره شو

د یاد روزنیز ټریینګ موخه د هېواد د روغتیا سکتور د اداري برخې کارکوونکو د ظرفیتونو لوړل دي، چې په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت ارتقاﺀ ظرفیت رياست له لوري د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۹:۳۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د IRC, ACF, Save the children, IMC او HNTPO مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د یادو مؤسسو له لوري په ترسره شویو فعالیتونو، د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، غوره همغږۍ او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د. . .

BACK TO NEWS