د روغتيايي مرکزونو څخه د څارنې ګډ پلان د عملي کولو په اړه ناسته ترسره شوه
عامې روغتيا وزارت په مرکز او ولايتونو کې د روغتيايي مرکزونو د څارنې د ګډ پلان د عملي کولو په موخه په ډاکټر سهيلا صديق تالار کې ناسته ترسره کړه.
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور له روغتيايي مرکزونو څخه ګډ نظارت يو اغيزمن ګام وباله او زياته يې کړه چې عامې روغتيا وزارت د روغتيايي مرکزونو د ګډ نظارت طرحه چې د صحتمندي پروژې لخوا تمويل کيږي د ماليي وزارت او نړيوال بانک ته وليږله چې له نېکه مرغه د دواړو خواو له تائيد وروسته دا دی اوس عملي کيږي.
د دې پلان پر بنسټ د عامې روغتیا وزارت هغه رياستونه چې د روغتيايي مرکزونو د څارنې مسوليت لري کولی شي په ګډ شکل او لا ډيرې همغږی له روغتيايي مرکزونو څخه ليدنه وکړي او يوه ښه نتيجه په لاس راوړي چې دا کار به څوګونو نظارتونو له لارې د وخت او نورو سرچينو د ضياع مخه ونيسي او اغيزمنتيا به زياته کړي.
مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور په دې اړوند ځينې نور موضوعات لکه د ګډ نظارتي پلان ترتيبول، په درې مياشتني او شپږ میاشتې ډول د اجرااتو بیاکتنه، په نظارت کې د ضعيفه ولايتونو اولویت بندي، د پلان عملي کول او د وزارت مقام ته ېې ربعوار راپور ورکول او د نظارتي سفرونو د بودجې موضوع تر بحث لاندې ونيوله.
د ناستې ګډونوالو د موضوعاتو په اړه نظرونه او وړانديزونه شريک کړل او په دې اړوند مسؤلينو ته لازمې لارښوونې وشوې.